کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ ثور، ۱۴۰۳ل)
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې امريکا به افغانستان او ويتنام ته ورته په اوکراين کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي.د رويټرز د څرګندونو له مخې: د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا ويلي: د روسيې پر وړاندې په ګډه جګړه کې ورځ تر بلې د واشنګټن ډوبېدل به ويتنام او افغانستان ته ورته د امريکا لپاره پر يوه لويه او شرمېدلې ماتې بدله شي.هغې زياته کړې، چې امريکا غواړي اوکرايين تر پايه وجنګېږي. زاخارووا ويلي، چې روسيه به د اوکراين په جګړه کې د نورې ډېرې لاسوهنې لپاره د امريکا د کړنو پر وړاندې له قيد او شرط پرته پرېکنده ځواب ورکړي.امريکا د ۱۹۷۵ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د ويتنام په جګړه کې له ۵۸ زره څخه ډېر نظاميان له لاسه ورکړل، چې د کمونيست پلوه شمالي ويتنام پر بريا او په سويل کې د هغه د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره پای ته ورسېده. په دې جګړه کې سلګونه زره ملکي وګړي ووژل شول.په افغانستان کې هم امريکا د ۲۰۰۱ او۲۰۲۱ کلونو تر منځ ۲۴۵۹ پوځيان له لاسه ورکړل او له ۲۰ زره ډېر نور يې ټپيان شول.