کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ ثور، ۱۴۰۳ل)
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستيال مولوي عتيق الله عزيزي د نشراتي معينيت سرپرست مولوي ضياالحق حقمل او پر نشراتو د نظارت اوڅار رئيس ډاکټر عبدلواحد ريان په ملتيا د جنوبي آسيا لپاره د بي بي سي مشرې جکي مارتينس سره ليدنه کړې.په دغې ليدنه کې د هنر او کلتور مرستيال ويلي: اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو په پام کې نيولو سره افغانستان کې د رسنيو، خبريالانو او بيان ازادۍ ملاتړ کوي.مولوي عتيق الله عزيزي زياته کړې؛ بي بي سي چې د افغانستان لپاره د نشراتو اوږده مخينه لري لازمه ده، چې زيات د افغاني ټولنې حساسيتونو او ځانګړتياوو ته پام وکړي.همداراز په دې ليدنه کې مولوي ضياالحق حقمل ويلي؛ بې بې سي که غواړي په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي، نو اړينه ده چې د هغو خبرونو او شايعاتو له نشرولو څخه ډډه وکړي، چې هغه د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب ګرځي.پر نشراتو د څار اونظارت ادارې مشر يو شمېر هغه مستند موارد د بې بې سې مشرې ته ورپه ګوته کړي، چې په تيرو څو مياشتو کې د بې بې سي راډيو، بېلابېلو برخو او خپرنيزو منابعو خپاره کړي دي.د جنوبي آسيا لپاره د بي بي سي مشرې جکي مارتينس ويلي؛ دوی به دغه ستونزې او ملاحظات له ځان سره يوسي او د ستونزو د حل لپاره به له خپلو مسئولينو سره ورباندې خبرې وکړي او له پايلو څخه به يې تاسې خبر کړای شئ.


















