محمد یحیی شهیدزوی
ډېر لږ رهبران داسې وي، چې په مرګ یې له ګومان او تصور څخه وتلی غم احساس شي. داسې غم، چې آن ځمګه او فضا هم غمجنه ښکاري. د ستر ملاعمر ـ رحمه الله ـ د رحلت اعلان همداسې ویرجن حالت رامنځته کړی وو.
که څه هم زه هغه مهال تازه له زندان څخه خلاص شوی وم او له زندان څخه د خلاصون د سُرور کیفیت هم نا اشنا لذت لري؛ خو هغه ـ رحمه الله ـ د رحلت خبر او اعلان مې، چې کله وارېد خوښۍ په ماتم بدله شوه.
ونې، کاڼي، بوټي، ټول دي غم ځپلي
آن چې ځمکه او فضاښکاري خفه.
سره له دې، چې په ټول طبعیت د پسرلي شین او ګلورین څادر خپور وو؛ خو بیاهم دې سترغم هرڅه پیکه کړي ول، ځکه اسلامي امت یتیم شوی وو، د اقصی، اُندلس، شیشان، ایغور، کشمیر، برما او د بخار د آزادۍ سپاهیانو خپل محسن (په غېږکې نیوونکی) له لاسه ورکړی وو او په زندانونوکې عافیه صدیقي خورغوندې د اسلامي امت زرګونو لوڼو او خویندو د ناهیلۍ اوښکې تویولې، ځکه هغوۍ خپله وروستۍ هیله له لاسه ورکړې وه او … .
هو، ثالث عمر ـ رحمه الله ـ مجدِد قرن؛ خو “مجاهد” مجدِد وو؛ هغه د خان آقاو له کنجونوڅخه د څادر له لاندې د امت د ژغورولو مراقبه نه کوله، بلکې د ((وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّه)) د قرآني حللارې او هدف په اختیارولوسره د اسلامي امت د له لاسه تللي شوکت او عظمت د اعادې او بیا لاس ته راوړلولپاره یې نړې د آسیا له بام (افغانستان) څخه تل څارله؛ ځکه خویې کفر ځپوونکي افغانستان ته د امت د مجاهدینو د کوربتوب ویاړ وربښلی وو.
د ستر ملاعمر ـ رحمه الله ـ امت شموله اهدافوته په پام سره، بې له شکه چې هغه ـ رحمه الله ـ په نړۍ د رښتیني اسلامي خلافت راوستلو فولادي او نه ماتېدونکې ارادې لرلې؛ خو الله عزوجل دې ستر مسؤلیت کې نور وګړي په امتحان کې د اچولولپاره د هغه ـ رحمه الله ـ عمر په داسې حال کې پایته ورساوو، چې په ۲۱مه پیړۍ کې یې الهي دین ته په نړۍ واله کچه په جهاد (قتال فی سبیل الله) سره تازه ګي او تجدد وروباښه.


















