کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ ثور، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې اسراییلي ترهګر ريژیم سره هېڅ ډول اړېکې نه لري. ولسمشر اردغان له خپل الماني سیال سره په کتنه کې ویلي، چې صهیونیست ريژیم سره یې د دیپلوماتیکو اړېکو په ګډون، تجارتي او نورې ورته اړېکې پرې کړي دي. ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا له حماس غورځنګ ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی، چې د اسراییلو پر وړاندې به د فلسطیني ولس څخه دفاع کوي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې نتنیاهو یو ترهګر ده، د خپل سیاسي ژوند د زیاتولو لپاره یې د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. د ویلو ده، چې ولسمشر اردغان خبرداری ورکړی، چې هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړي.


















