کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو عدن خلیج کې د امریکا یوه پوځي بېړۍ د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلې ده.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سريع، چې تېره شپه ناوخته یې پلازمینې “صنعا” کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل:د یمن د وسله وال پوځ سمندري قطعاتو د عدن په خلیج کې د امریکا د (مارسک یارکټاون) بېړۍ په نښه کولو سره پوځي عملیات ترسره کړل.
یحیی سریع زياتوي چې د یو شمیر بالستیک توغنديو په مټ یې ياده بېړۍ ویشتلې، او ډېر زیان یې ور اړولی ده.
د ویلو ده، چې د یمن وسله والو ځواکونو د تېر 2023م کال د نومبر میاشتې له نیمایي څخه په سره سمندرګي، عدن خلیج، د هند سمندر او د بحرین په سواحلو کې د امریکا، اسرائیلو او برېتانیا په ګډون د ګڼ شمېر هېوادونو پر بېړیو باندې 103 بریالي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې 87 بېړۍ ویشتلي او 5 نورې یې روغې نیولي دي او د برخلیک واک یې حماس اسلامي غورځنګ ته ورکړی ده.


















