کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۶ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د لبنان-اسرائيلو پر پوله د حزب الله وسله والو او صهيونيستي اشغالګرو ترمنځ خونړيو نښتو کې ګڼ شمېر اسرائيلي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.حزب الله غورځنګ ته نږدې سرچينو “العربيه” نړيوالې تلويزيوني شبکې ته ويلي، چې د اسرائيلي نيواکګرو د يوې مهمې پوځي اډې په ګډون يې د صهيونيست ريژيم ګڼو پوستو باندې د لرې واټن ويشتونکو توغنديو او بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې ۱۳ اشغالګر پوځيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي. د يادونې وړ ده، چې صهيونيستي ريژيم خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي؛ خو د اسرائيلو ۱۲ خبري آژانس خبر ورکړی، چې د لبنان-اسرائيلو پر پوله له تېرو څو ورځو راهيسې د دواړو لوريو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، چې د حزب الله مقاومتي غورځنګ وسله والو او اسرائيلي پوځيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.