کابل ټکی کام (جمعه، ۷ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې یو افغان خییر د فلسطین غزې تړانګې بې ځایه شوو کورنیو ته د خوراکې موادو مرستې رسولي دي. د کابل ټکی کام د مالوماتو له مخې دغه مرسته د “استاذ عبدالحلیم” په نامه د یو افغان لخوا غزې ته لېږل شوې ده، چې پکې خوراکي مواد او نغدې مرسته شامله ده. دا مرستې په شنو پلاستکي کڅوړو کې اچول شوي، چې پرې د افغان استاذ عبدالحلیم نوم او د اسلامي امارت نښان او بیرغ لیدل کيږي. کابل ټکی کام ته یوې باخبره سرچینې تائید کړه، چې یاده مرسته د متحده عربي اماراتو لخوا د مرستو د هوایي رسولو لړۍ کې غزې ته رسیدلې ده. د مرستو کڅوړو سره ولاړ یو فلسطیني خبریال له افغان ولس مننه کړې ده، چې د غزې بې ځایه شوو کورنیو ته یې مرسته لیږلې ده.


















