کابل ټکی کام (جمعه، ۷ ثور، ۱۴۰۳ل)
افغان فعالانو د ((رښتيا ټکي کام)) په نامه ټويټر يا اوسني ايکس ته ورته يوه ټولنيزه رسنۍ جوړه کړې ده، چې تر اوسه سلګونو کسانو پکې اکاونټونه جوړ کړي دي. دغه ټولنيزه رسنۍ که څه هم په امتحاني دوره کې ده؛ خو داسې ښکاري، چې تر ډېره بريالۍ ده او تمه کېږي، چې په راتلونکي کې به نور د پام وړ تغيرات هم پکې رامنځته شي. د رښتيا ټکي کام ټولنيزې رسنۍ د جوړوونکو له ډلې يوه يې کابل ټکی کام سره په خبرو کې د خپلې رسنۍ ځينې ځانګړنې په ګوته کړي، چې په دې ډول دي: لومړی د رسنۍ کاروونکي کولي شي په رښتيا ټکي کام کې خپلې ليکنې، انځورونه او ويډيوګانې خپرې کړي: دويم د نورو ليکنې او نور ورته مواد ريټويټ او نورو کسانو سره شريک کړي، د کاروونکو په ليکنو کمينټونه/ تبصري وليکي او دغه راز “مونټايزيشن” خپل خبرونه او را پورونه په نورو خرڅ کړي. د يادونې وړ ده، چې څه کم دوه کاله وړاندې يادو فعالانو د “ملګري” په نامه فېسبوک ته ورته يوه ايپ/ ټولنيزه رسنۍ هم جوړه کړې وه، چې په برياليتوب پرمخ روانه ده او د افغانانو په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو هيوادونو کې زرګونو کسانو پکې اکاونټونه جوړ کړي دي. د کتونکو په باور که افغان حکومت يادو فعالانو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي نو “رښتيا ټکي کام، او ملګري” ايپ به ډېر ژر په نړيواله کچه له شهرته برخه مند شي او افغانان به اړ نه وي چې د نورو هيوادونو له خوا جوړ شوي ايپونه وکاروي.


















