کابل ټکی کام (شنبه، ۸ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د یمن وسله والو ځواکونو یوه امریکایي الوتکه او د برېتانیا یوه بېړۍ ویشتلې ده.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې سره سمندرګي کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه په نښه او له منځه وړې ده. نوموړي دغه راز ویلي، چې سمندري ځواکونو یې سره سمندرګي “بحرالاحمر” کې د (ANDROMEDA STAR) په نامه هغه برېتانوي بېړۍ هم د بالستیک توغندیو په وسیله ویشتلې ده، چې اسراییلو ته یې تیل لیږدول. د جنرال یحیی سریع په خبره د برېتانوي بېړۍ تر ویشتل کېدو وروسته اور اخیستی او په بشپره توګه ویجاړه شوې ده. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا خبرداری ورکړی، چې ځواکونه به یې پر غزې د صهیونیستي ريژیم د عملیاتو تر پای ته رسېدو به په سره سمندرګي، عدن خلیج، د هند سمندر او بحرین سمندر کې د دوښمن پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.


















