له نایجریا وروسته له چاد هېواد څخه هم امریکايي پوځیان وځي

کابل ټکی کام (شنبه، ۸ ثور، ۱۴۰۳ل)

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې له نایجریا څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې له چاد څخه به هم خپل ځواکونه وباسي.نیوریاک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی ده، چې له افغانستان او عراق څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، متحده ایالات او اروپایی اتحادیه یو په بل پسې په افریقایي هیوادونو کې خپلې د اوږدې مودې اډې له لاسه ورکوي او له منځه یې د وړلو هوډ لري.د شنونکو په باور افغانستان کې د امریکا له ماتې وروسته له اسلامي او عربي هېوادونو څخه د امريکایي ځواکونو وتل د دوی د ماتې په مانا ده.د ویلو ده، چې څه موده وړاندې د نایجریا پوځي حکومت له امریکایانو غوښتي و، چې له دغه هېواد څخه دې ووځي.

مربوطه مطالب

Back to top button