کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې حماس ځواکونو سره نښته کې یو لوړ پوړی اسرايیلي قوماندان وژل شوی او ګڼ شمېر پوځیان ټپیان شوي دي.
د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر یوې سرچینې “کابل ټکی کام” ته تائید کړه، چې د صهیونیستي اشغالګر پوځ دغه لوړ پوړی قوماندان تېره ورځ د غزې شمال کې د دوی د ځواکونو په برید کې وژل شوی او ګڼ شمېر نور پوځیان ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې اسراییلي ريژیم د حماس غورځنګ د ادعاوو په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د اسراییلو ۱۲ خبري آژانس غزه کې د خپل یو پوځي قوماندان وژل کېدل تائید کړي؛ خو د هویت په هکله یې څه نه دي ويلي.


















