کابل ټکی کام (یکشنبه، ۹ ثور، ۱۴۰۳ل)
د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې وسله والو ځواکو د دونیستک ولایت په اړوندو سیمو کې د اوکراین ۱۷ بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ اوکرایني ځواکونو یاد ایالت کې د روسي ځواکونو پر وړاندې د پراخو تهاجمي عملیاتو خبر ورکړی و؛ خو د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د اوکرایني پوځ بریدونه یې په شا تمبولي، ۹۰ اوکرایني پوځیان یې وژلي او ګڼې سیمې یې ترې نیولې دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې اوکرایني ځواکونو په ډېرو سیمو کې ماته خوړلې، سلګونه پوځیان یې وژل شوي او ولسمشر زیلینسکي یوځل بیا له امریکا د پرمخ تللو وسلو د ورکولو غوښتنه کړې ده.


















