کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۶ ثور، ۱۴۰۳ل)
په داسې حال کې چې غزه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې لپاره د یوې هوکړې د رامنځته کېدو لپاره د مصر، ترکیې، قطر او امریکا هڅې روانې دي. حماس اسلامي غورځنګ خبر ورکړی، چې یو لوړ پوړی مرکچي پلاوی یې قاهرې ته رسیدلی ده.د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي او ویاند “حسام بدران” کابل ټکی کام ته تائید کړه، چې د صهیونیستي رژیم سره د خبرو په موخه یې یو لوړ پوړی او با صلاحیته پلاوی د مصر پلازمینې قاهرې تللی دی.بدران یوځل بیا ټینګار کړی، چې له خپلو اساسي شرطونو به هیڅکله تېر نه شي، چې هغه له غزې تړانګې د ټولو اشغالګرو اسراییلي پوځیانو وتل، د غزې محاصره پای ته رسول، بې ځایه شویو ته خپلو مېنو ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکول او د یو اوږد مهال اوربند رامنځته کېدل دي.د نوموړي په خبره که اسراییل یې یاد شرایط ومني دوی چمتو دي، چې د بندیانو په تبادله خبرې وکړي.له بل پلوه مصري رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا د څارګرې ادرې مهم چارواکي هم غزې ته رسیدلي ترڅو د حماس-اسراییلو ترمنځ د خبرو د بریالیتوب لپاره هڅې وکړي.