حسان مجاهد
په شريعت کې په یوه معمولي خبره ټينګار شوی وي او د انسان په فکر له ډېر کم شي مسلمانان منعه شوي وي، په سطحي توګه څوک حیران شي، چې له دې کاره ولي مسلمانان منعه شوي دي؛ خو د زمانې په تيريدو سره به جوته شي چې په حقیقت کې شريعت د کم شي په منعه کولو د ډيرو فتنو دروازې تړلې دي. د مثال په توگه: اسلام ددې لپاره چې مسلمانه ټولنه له هر ډول فحاشیو، بدبختیو او بداخلاقيو څخه پاکه وي؛ موږ مسلمانان يې د فساد او فتنې له پنځو لارو منعه کړي يو.
١_ سترګې: ژباړه: مؤمنانو ته ووايه چې تاسو پردیو ښځو ته له ناروا نظره سترګې کښته کړئ او ښځو ته ووايه چې تاسو سړيو ته له ناروا نظره سترګې کښته کړئ! [سورة نور ٣٠_٣١]
٢_ غوږونه: ښځې دي په ځمکه داسي قدم نه وهي چې ددوی پټ زينت ښکاره شي او خلګ يې آواز واوري.[سورة نور٣٠]
٣_ پوزه: رسول الله ﷺ فرمايي: کومه ښځه چې خوشبويي استعمال کړي، بیا په خلګو تیریږي او هغوی یې خوشبويي محسوسه کړي؛ نو دا ښځه زناکاره ده.[نسايي رقم الحديث ٥١٤١]
٤_ ژبه: ښځې دي نارينه وو ته په ځواب ورکولو کې نرمه او خوږه لهجه نه کاروي، ترڅو د هغه کسانو په زړه کې ناروا تمه پيدا شي چې د زړونو ناروغي لري.[الاحزاب ٣٢]
٥_ عقل: رسول الله ﷺ فرمايي: يوه ښځه دي خپل خاوند ته د بلې ښځې داسي صفت نه بيانوي، چې ګواکي دی هغې ښځې ته ګوري(او بیا یې په فکر او خیال کې د هغې ښځې رنګ او صورت ګرځي راګرځي)[بخاري شریف رقم ٥٢٤٠]
که موږ پورته نصوصو ته وګورو، نو دې حقیقت ته رسيږو، چې رښتيا هم شريعت د هر ډول فساد په مخنیوي کې ډېره غوره تګلاره ټاکلې ده او هغه معمولي شی چې موږ ترې سوونه کاله وړاندي منعه شوي وو؛ نن يې په ترسره کولو ډيرو فتنو او فسادونو ته لاره خلاصيږي. که موږ د(ادخلوا في السلم کافة)په غوښتنه له سره تر نوکه په اسلام کې پوره داخل شو، هله به نیکمرغه او کاميابه يو. إن شاء الله تعالی