کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د عراق اسلامي مقاومت “حشدالشعبي” ځواکونو یوځل بیا د صهیونیستي پوځ په اډو د “ځانمرګو” بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. یادې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې تېره شپه او نن سهار د اشغالي فلسطین په “بیرشبه” ښار ګوټي کې د صهیونیستي ريژیم د “نیواتیم” د سترې پوځي اډې په ګډون درې اهداف په نښه کړي دي. د حشدالشعبي په اعلامیه کې راغلي: ځواکونو مو تېره شپه د اسراییلو درې مهم پوځي اهداف په بریالیتوب سره په نښه کړل: د اعلامیې له مخې په یادو عملیاتو کې یې د دوښمن پوځ ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولې دي. اسراییلي رسنیو هم د بریدونو پخلی کړی؛ خو پکې د اوښتو تلفاتو په هکله یې څه نه دي ویلي. د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د عراق د اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” ځواکونه په اسراییلي اهدافو بریدونه کوي، بلکې یادې ډلې تر دې وړاندې هم ورته سلګونه بریدونه کړي دي.


















