کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ ثور، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې د غزې تړانګې په بېلا بېلا برخو کې د حماس ځواکونو سره نښتو کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر یوې سرچینې “کابل ټکی کام” ته تائید کړه، چې ځواکونو یې د غزې په شمال کې د اسراییلي ترهګر پوځ ۵ ټانکونه د “یاسین ۱۰۵” توغندیو په وسیله ویشتلي، چې په پایله کې یې ۸ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. دغه راز المیادین خبري آژانس د حماس د پوځي څانګې “القسام” لېوا د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې رفح ښار کې صهیونیستي پوځ سره په نښتو کې ۳ اشغالګر پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ترهګر ريژیم د خپلو تلفاتو په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي؛ خو اسراییلي رسنیو خبر ورکړی، چې غزه او رفح کې د حماس او نورو فلسطیني مقاومتي ډلو له جنګیالیو سره خونړۍ نښتې روانې دي او اسراییلي ځواکونه د رفح له ځینو سیمو شاتګ ته اړ شوي دي.

















