کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵، ثور، ۱۴۰۳ل)
د تورکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” یو ځل بیا ټینګار کړی، چې حماس یو مقاومتي غورځنګ دی او زر تنه غړي یې دا مهال تورکیه کې تر درملنې لاندې دي.
ولسمشر اردغان، چې پلازمېنه “انقره” کې یې د یونان د لومړي وزیر سره یې یوې ګډې خبرې ناستې ته خبرې کولې وویل:حماس یو مقاومتي غورځنګ دی چې د ۱۹۴۷م کال راهیسې د خپلې اشغال شوې خاورې د ازادۍ په موخه مقامت او مبارزه کوي. دا غورځنګ یو داسې مقاومتی غورځنګ دی، چې د صهیونیستي ریژیم په وحشیانه بریدونو کې د غزې څه باندې ۴۵ زره کسان شهیدان شوي لسګونه زره نور ټپیان دي او غزه په کنډوالو بدله شوې؛ خو حماس ځواکونه لاهم په لوړ مرال او میړانه سره د خپلې څخه دفاع په موخه مقامت کوي. موږ باید په دې حقیقت سترګې پټې نه کړو. دا به یو ظالمانه چلند وي چې حماس یو ترهګر سازمان وبلل شي. زه حماس ته د یوه ترهګر سازمان په سترګه نه ګورم، بلکې د یو مقاومتي غورځنګ په توګه یې پيژنم. ولسمشر اردغان په لومړي ځل ومنله، چې هېواد کې یې د حماس اسلامي غورځنګ له ۱۰۰۰ تنو ډېر ټپي شوي غړي تر درملنې لاندې دي. ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې لویدیځ په ځانګړي ډول امریکا د نتنیاهو ترهګر ريژیم ته ډول، ډول وژونکې وسلې ورکوي، ترڅو پرې فلسطنیان وځپي؛ خو په تېرو ۷ میاشتو کې د حماس مقاومت وښودله، چې فلسطنیان د ماتې خلک نه دي. اسراییلو غزه کې د حماس پر وړاندې ماته خوړلې او صهیونیستي ريژیم په نړیواله کچه له سترې رسوایي او انزوا سره مخ دی.


















