د نورستان وانټ وایګل کې چاودنې، د پولیسو یو قومندان وژلی

کابل ټکی کام ۰۶کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د نورستان ولایت سرپرست والي حافظ عبدالقیوم رسنیو ته ویلي دي، چې نن سهار د پولیسو پر یوه موټر سایکل باندې چاودنه شوې ده، چې له کبله یې د پولیسو د یوې پوستې قومندان وژل شوی، او یو بل پولیس ټپي شوی دی.
د یاد خبر په تأیید کې ځایي چارواکي وایي، یاده پېښه داسې مهال را منځته شوې ده، چې نن سهار د یادې ولسوالۍ تعمیر ته څېرمه ۳ توغندي هم لګېدلي دي، د دوی له قوله چې هېڅ نوعه زیان یې نه دی اړولی.
د یادولو ده، چې لا تر دا مهاله پورې وسله والو مخالفینو یې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.



