اتمر په خپله وينا کې د دولت او وسله والو طالبانو مذاکراتو ته اشاره وکړه ،ویې ويل : د دولت مخا لفو وسله والو لپاره غوره چانس دی ، چې د مذاکر اتو له لارې سوله وکړي .
اتمر يوې ناز کې خبرې ته اشاره وکړه ویې ويل : د مخا لفو وسله و الو لپاره دسولې وخت ډېر نه دی په دې فرصت سره کولای شي سوله وکړي او په ټاکلي وخت کې بايدوسله وال مخا لفين له فرصته ګټه پورته کړي ؛ خو ویې نه ويل : چې څومره وخت يې مذاکر اتو لپاره ټاکلی دی .
د حنيف اتمر په خبرو کې دڅلوراړخيزه کميټې څلور غونډې، چې يوه په کابل کې وشوه يوه خطر ناکه اشاره داوه ، چې طالبانو ته به د سولې دروازې د تل لپاره خلاصې نه وي.
موږ له هغو هېوادونو، چې د سولې ملاتړکوي غوښتې که مخالف وسله وال سوله ونه کړي؛ نوپه خلاف به يې دجګړې اقدام کوو د سولې ملاتړ کونکو هېوادونو څخه د اتمرمقصدامريکا،چين او پاکستان دي ،چې که طالب وسله وال سوله ونه کړي دا درې هېوادونه به ورسره جګړې کې مرسته کوي .