يو  په  محل  بل  د يونان  په  کمپ  کې ــ  بېګانۍ شپه په  دواړو  تيره  شوله

« تبصره »

د مقدو نيې  پوليسو  خبر  ور کړ، چې  ارو پا  ته  تلونکو ۵۰۰۰  تنو افغانانو  په  وړاندې  يې خپله  پوله  وتړله،  چې  تېره  ورځ   تر ماښامه پورې  اروپا ته  تلونکو  افغانانو  هڅه وکړه ، چې د خار دار يا  اغزن تار  پر  سر  مقدونيې  ته واو ړي او  بيا  د اروپايي  هېوادو نو  په لورې  خپل  سفر ته دوام ورکړي؛  خو  د مقدونيې  پوليسو ، چې  د افغان  پنا وړونکو  لپاره  د يونان  سره په  لويديځ   کې  په ګډه  پو له  موظف شوي  وو ، د افغانانو  د تلو  لاره  يې تړلې  وه،  چې  بالاخره   د يو نان  چار واکو په  پوله انتظار  افغان کډوال  يوه  پوځي  کمپ  ته  انتقال  کړل .

 په  دې پنا وړونکو کې  زيات  شمېر    کم  عمره  ځوانان ، ماشومان  اوښځې دي ، چې  په  لومړي سر کې  په  کمپ   کې   ورځای  شو و، افغانانو  لپاره  د شپې  کولو اسانتيا نه  ليدل کيده .

دا راپورونه  افغاني  چارواکو  په  بشپړتوګه  واوريدل  د افغان  چارواکو  شپه په خپل   خپل  محل  کې  او  د پنا وړنکو  افغانانو  په اغزن  کمپ  کې  د شنه  اسمان  لاندې  تېره   شوه .

 دلته  په  محل  کې  هم  افغان  او  هلته  د يو نان  په  ريدوميني  کمپ  کې  هم  افغان  و، دلته  د  محل  شپه  د اقتدار  په  خيالو نو  کې  او  هلته  په  کمپ  کې  دبل  افغان  د ناڅرګند  بر خليک  ژوند خيال  کې  په  دواړ و افغانانو  بېګانۍ شپه تېره  شوه .

 په  محل  کې  په خوب  ويده  افغان  چارواکي  دقدرت  دسوچ  وروسته  په  ارام  خوب وکړ، خو ديونان  په  کمپ  کې  افغان  سره  دخپلو تنکيو ماشو مانو او خپل نا څرګند  برخليک  سوچونو  د هغه  خوب  تښتولی و .

 د يونان  په کمپ  کې  اچول  شوو  افغانانو  ډېرې  چغې  ووهلې ؛  خو  د افغان واکمنو غوږونو  ته  ونه  رسيدې   اوځينې  خو په  دې  خاطر  نه  اوريدې  چې  د ويده  کيدو  پرمهال  ورته  د افغانانو چغې  وريادې  نشې .

د يونان   په  پوځې  کمپ  کې   تر ۵۰۰۰   پورې  ارو پا ته  تلونکو افغانانو  بيګانۍ  يخه  شپه  په   لوږه   تېره  کړه،  که  لږ  څه  خواړه  د چا سره وو،  هغه  يې  ماشومانو ته  ورکړل؛

د  غفلت  په  خوب  ويدو افغاني  چارواکو  ته  دخپلو  ۵۰۰۰  افغانانو  ژوند هېڅ  ارز ښت  نه  لاره ؛  ځکه  خو يې  د يونان  سفارت  سره  اړيکې  هم  ونه ښود لې.

افغان  واکمنو  تېره  ورځ  په  کابل  کې د فنلينډ د بهر نيو چارو د وزارت   مرستيال  ته  هم قناعت ورنه کړ ،  چې افغانان  له  فنلينډه  را ونه  باسي .

د کور نيو چارو وزارت  اوهم   دکډو الو د چارو وزارت  بيا څه  دنده  لري  چې د المان ، اتريش،  بلجيم، فنلينډ، برتانيې او  نورو  اروپايي  هېوادونو  څخه افغانان،  چې  په  مرګونو  لارو  تر اروپا  رسېدلي  بيرته  راشړل  کېږي او دکډوالو د چارو  وزیارت  د يوه  هېواد  څخه  دا غوښتنه  نشي  کولای ، چې  ترڅه  و خته  په  افغانستان  کې  امن نه وي   راغلی،  د ملګرو  ملتونو  د قوانينو  په  اساس  افغانان  هلته  دپاتي  کيدو حق لري، بيا نو وزارت  څه  دنده لري.

 بايد دا وزارت ړنګ شي، چې  دهېواد  بود يجه  خو بې  ځايه  مصرف  نشي.

د يونان، په پوځې کمپ کې اچول  شوي  افغانان  د خپل برخليک څخه ناخبره دي، چې مقدونيه  به  ورته  لاره ورکړي  او که  دلوږې،  تندې شپې  به  په کمپ  کې  تېروي .

که  د ژوند سختې  تېريږې، يا د هېواده  په  تلونکو  او  يا په  هېواد کې  په  جګړو  کې   پر راګير  ولس  به  تېرېږي  چا رواکې  د لوړو پوستو نو په  ويش نه جوړېږي؛

 د يو نان په کمپ کې  پر اته  افغانان  به څه   ور ياد شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button