که څه هم څلور لسیزې افغانستان د بهرنيو يرغلونو او کورنيو جګړو له امله خورا ډېر زیانونه وګالل او د پرمختګ په برخه کې ډېر وروسته پاتې دی.
خو داسې هيلې شته چې د جګړو له پای ته رسېدو او د اسلامي امارت په مشرۍ حکومت به وکولی شي د هيواد د جغرافيايي مناسب موقيعت، پراخو طبيعي زيرمو او پانګه والو ته د پانګونې د مناسبو اسانتياوو په برابرولو سره به هيواد په ځان بسيا او د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې واټن به په ډېره کمه موده کې پوره کړای شي.
د اټکلونو او هیلو سره سم واک ته له رسېدو سره سم اسلامي امارت د هيواد بيارغونې او پرمختګ ته مټې راونغښتې په تېرو څه کم درې کلونو کې يې ډېرې بنسټيزې پروژې پيل کړي او ځينې يې د تکمیل تر بریده رسېدلي دي.
د ټاپي او کاسا زر په څېر د ګازو او برېښنا د انتقال پروژو د تطبیق لپاره يې تقريباً ټول لازم شرایط برابر کړي. د دغو او دې ته ورته سترو اقتصادي پروژو تطبيق او تکمیل سره به نه يوازې ګران هيواد او د سيمې هيوادونه د اقتصاد او انرژۍ له پلوه ډېره ګټه وکړي، بلکې په ټوله سیمه کې به د يو تلپاتي امنيت او ثبات لامل هم شي.
دا ځکه چې په سيمه کې شته ستونزې تر ډېره حده په خپله د سيمې د ځینې استخباراتي ادارو له لوري د خپلو ګټو لپاره او د خپل نفوذ د پراختيا لپاره رامنځته کيږي؛ خو چې کله سترې مشترکې پروژې تطبيق او تکمیل شي، بيا به هیڅکله د سيمې د هيوادونو استخباراتي سازمانونه د سیمې د ناامنه کولو ته کار ونه کړي، بلکې پر ځای به يې خپلو اقتصادي ګټو ته په پام د سيمې ثبات او استحکام ته ګډ کار کوي.