کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
له غزې ورکړل شوي راپورونه وایي، چې حماس ځواکونو سره نښتو او چاودنو کې ۳ تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ۱۶ نور مرګوني ټپیان شوي دي. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام لېوا” سرچینو “المیادین” خبري آژانس ته ویلي، چې د غزې شمال کې یې د صهیونیستي اشغالګرو پر پوځي کاروان برید کړی، چې د جګړې په ترڅ کې ۳ اشغالګر پوځیان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه راز د حماس پوځي سرچینې ادعا کوي، چې د غزې تړانګې په مرکز کې یې درې اسرائیلي ټانکونه د سړک غاړې په بمونو الوځولي، چې په پایله کې یې ۷ تنه صهیونیستي ترهګر پوځیان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي ريژیم تر اوسه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس خبر ورکړی، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې یې د غزې بېلا بېلو برخو کې یو شمېر ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















