ایران ایر هوايي شرکت په لومړي ځل کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)

د ایران مشهور نړیوال هوايي شرکت د لومړي ځل لپاره کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې.
د کابل ټکی کام د راپور له مخې، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، چې د ايران‌اير نړیوال هوايي شرکت نن ( چهارشنبه د غبرګولي ۲۳مه) په لومړي ځل کابل هوایي ډګر ته خپلې الوتنې پيل کړې.
دغه وزارت زیاته کړې؛ یاد شرکت به کابل ته په اونۍ کې یوه الوتنه ولري.
یاد وزارت دغه راز ویلي؛ ايران ته د افغانستان د اريانا افغان او کام‌ایر هوایي شرکتونو ترڅنګ د ایران نور هوايي شرکتونه لکه ماهان، کېش او یزد شرکتونه هم الوتنې لري، چې سوداګرو او نورو مسافرو ته د پام وړ اسانتياوې برابرې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button