احمدي: «دوستم له جوزجانه فاریاب ته وتښتېد»

کابل ټکی کام ۰۸کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د ولسمشر غني لومړی مرستیال او پخوانی جنګ سالار جنرال عبدالرشید دوستم جوزجان ته ولاړو، او ژمنې یې وکړې، چې د خپلې وژل شویو ملي اردو انتقام به له طالب ځواکونو څخه اخلي، د ده سره یو شمېر دولتي رسنیو هم د تبلیغاتو مرسته کوله، او ویل یې، چې جوزجان ته د دوستم په ورتګ طالب ځواکونو د قوشتېپې ولسوالۍ پرېښوده، خو نه جوزجان ته د دوستم ورتګ او نه هم د رسنیو تبلیغاتو څه لاسته راوړنه درلوده.
طالبان چې یو قوي، متحد او واکمن ځواک لري، هېڅ کله یې هم د جګړې ډګر نه دی بایللی، د دوستم په ورتګ سره یې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې د دوستمي ملېشو په وړاندې یې جنګیالي د ښه مورال لرونکي دي، او دوستم به یو ځل بیا په خړو او ټیټو سترګو له جوزجان څخه وشړي.
دا مهال د طالبانو یاده ادعاء رښتیا شوه، او جنرال دوستم چې مخکې یې هم یو شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي وو، او بیا په ټيټو سترګو کابل ته بېرته راستون شو، جوزجان پرېښود، او فاریاب ته یې مخه نیولې ده.
د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي له لورې مونږ ته په رالېږل شوي پیغام کې ویل شوي دي، چې جنرال دوستم د تلفاتو په لیدلو سره له جوزجانه فاریاب ته ولاړو.
ښاغلي احمدي ویلي، چې دوستم دا ځل هم د پخوا په څېر پر ولس ظلمونه وکړل، کورنه یې چور کړل.
احمدي په پیغام کې د جنرال دوستم هغه ادعاء چې ګواکي د سلو تنو شاوخوا طالبان ور ته تسلیم شوي دي، په کلکله رد کړه.
احمدي وایي:
«…دا ځل هم له اولس سره پر هیڅ ظلم او تعدی صرفه ونه کړه کله چي داسلامي امارت دعزم غازیانو ور باندي دیو ګډ او منظم عملیاتي پلان تابیا ونیوله نو دا د څو ستوریو جنرال دفاریاب دجمعه بازار لوري ته چي ورته سبز پوش هم ویل کیږي دتیښتې لار خپله کړه او له رسیدلو سره سم یې په دروغو دا ادعا وکړه چي دسل تنو شاوخوا مجاهدین ورته تسلیم شوي چي دا ادعا یې موږ په کلکه ردوو دا یوازي ددې لپاره کوي چي دخلکو په ستر ګو کي خاورې وښندي او حقایق پټ کړي امید لرو چي دلته به هم دجوزجان په څیر له مطلقې ناکامي سره مخ کیږي (ان شآءالله )»



