کونړ کې سرتېري برید، شاوخوا ۵۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۰۸کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دولتي چارواکو خبر ور کړی دی، چې د کونړ ولایت د والي د دفتر مخې ته سرتېری برید شوی دی، چې له کبله یې ۱۱ کسان وژل شوي، او لږ تر لږه ۴۱ کسان ټپیان دي.
چارواکو همدا راز ویلي، برید په داسې ځای کې شوی دی، چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډېره وه.
دوی برید په طالبانو ور تپي، او وایي، چې په برید کې د طالب ځواکونو خلاف یو قومي مشر حاجي خان جان هم وژل شوی دی.
چارواکي زیاتوي، چې ټول ټپيان یې د جلال اباد او د کونړ روغتونونو ته رسولي دي.
د یادولو ده، حاجي خان جان چې د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی وو، تېر کال یې د طالبانو پر خلاف کمپاین پیل کړ، چې طالبانو یې په وړاندې کلی سوځولی وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button