کنړ کې سرتېري برید درنه مرګ ژوبله اړولې
کابل ټکی کام شنبه فرید احمد
له کنړ ولایت څخه په رارسیدلو خبرونو کې راغلي دي چې ددې ولایت په مرکز اسعداباد کې د ولایت له مقام سره نږدې یوه درنه چاودنه شوې ده چې یوولس کسان یې وژلي او لږ ترلږه ۴۳ نور ټپیان شوي دي.
د کنړ ولایت چارواکي وایې چې پېښه د شهیدانو چوک کې د ولایت مقام ته څېرمه رامنځ ته شوې ده چې د اربکیانو یو مشر پکې وژل شوی دی.
د ولایت امنیه قمندان عبدالحبیب سیدخیل وايي چې په پېښه کې حاجي خانجان چې د دولت مخالفه وسله والو ته مطلوب کس و، وژل شوی دی.
د کنړ والي وحیدالله کلیمزي هم یاده پېښه تاييد کړې ده او ویلي یې دي چې په پېښه کې د انګام ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي خانجان چې تېر کال یې د طالبانو په خلاف وسله پورته کړې وه، وژل شوی دی.
د پېښې پړه لا هم کومې وسله والې ډلې په غاړه نده اخیستې.



