طالبانو د دفاع وزارت په دروازه کې سرتېری برید کړی

کابل ټکی کام ۰۸کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ور کوي، چې د دوی یوه سرتیري نن ماسپښین ۳ بجې د کابل د درېیمې حوزې په سیمه کې د دفاع وزارت په دروازه کې برید کړی دی.
مجاهد وایي، برید داسې مهال را منځته شو، چې له دفاع وزارت څخه افسران را وتل، چې په پایله کې یې ۲۳ افسران وژل شوي، او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
دولتي چارواکو د پېښې په تأیید کې رسنیو ته ویلي دي، چې:
«چاودنه د ځانمرګي برید په واسطه شوې ده، چې هدف یې د ملي دفاع وزارت د افسرانو عملي موټر وو.»
چارواکو ویلي دي، بریدګر د دفاع وزارت د دروازې سره د هغه موټر په تمه ناست وو، چې د دفاع وزارت مامورین یې کورونو ته منتقلول.
دولتي چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button