يمني ځواکونو د امريکا، بريتانيا او صهیوني رژيم څلور کښتۍ په نښه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)

د یمن وسله والو ځواکونو خبر ورکړی، چې د امريکا، بريتانيا او صهیوني رژيم څلور کښتۍ په نښه کړي دي. د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” چې وړمه شپه یې پلازمېنه “صنعاء” کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل: چې په عربي بحیره کې یې د “MSC Unific” په نامه یوه اسرائیلي بېړۍ ویشتلې ده. نوموړي دغه راز زیاته کړې ده، چې سمندري ځواکونو یې په سره سمندرګي کې د “Delonix” په نامه یوه امریکایي بېړۍ په نښه کړې ده. جنرال یحیی سریع دغه راز ادعا کړې ده، چې په هندي سمندر کې یې د “Anvil Point” په نامه یوه برېتانوي بېړۍ هم ویشتلې ده. نوموړي دغه راز ویلي، چې د “Lucky Sailor” په نامه یې د یو اسرائیلي شرکت اړوند یوه بېړۍ هم په نښه کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې اړوندو هيوادونو تر اوسه د یمن د وسله والو ځواکونو د ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي. د یادونې وړ ده، چې د یادو بېړیو تر ویشتلو وروسته په تېرو اتو مياشتو کې د یمن د وسله والو ځواکونو له لوري د ټولو ویشتل شویو بېړیو شمېر ۱۵۱ ته ورسېد.

مربوطه مطالب

Back to top button