کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د برېتانیا لومړي وزیر او د محافظه کار ګوند مشر “ریشي سوناک” وروسته له هغه له له خپلې دندې استعفا وکړه، چې ګوند یې پارلماني ټاکنو کې ماته وخوړه.
نوموړی وروسته له هغه له خپلې دندې لاس په سر شو، چې ګوند یې په پارلماني ټاکنو کې مات او کارګر ګوند پارلماني ټاکنې وګټلې.
نوموړي پر خپله “اېکسپاڼه” لیکلي، چې ټول ژوند یې دغې دندې ته وقف کړی و؛خو د ولس قضاوت بل څه و او دی د ولس قضاوت غوره ګڼي.
د یادونې وړ ده، چې برېتانیا کې پارلماني ټاکنې د ښاغلي “سوناک” په غوښتنه له وخت مخکې ترسره شوې

















