کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د ننګرهار ولایت په ځينې سيمو کې د تېزو توپانونو او اورښتونو له امله، چې يو شمير هيوادوالو ته یې د سر او مال درانه زيانونه اړولي، د افغانستان د اسلامي امارت وياند “ذبیح الله مجاهد” په خپله “ایکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې له توپان ځپلو سره خواخوږي شریکه کړې او زياته کړې يې ده، چې ټولو اړوندو ارګانونو ته لارښوونه شوې، تر څو متضررينو ته رسيده ګي وکړي.
په خبر پاڼه کې راغلي«په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ننګرهار په ځینو سیمو او ولسوالیو کې دتوپانونو له امله زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او له سلو ډير ټپيان شوي دي.
انالله و انا الیه راجعون
ټولو شهیدانوته جنة الفردوس او ټپيانو ته عاجله شفا غواړو، دمتضررینو له کورنیو سره ژوره خواخوږي شریکوو.د اسلامي امارت ټولو اړوندو ارګانونو ته لارښونه شوې چې هرڅه ژر سیمو ته ځان ورسوي او د شهیدانو او ټپيانو د انتقال لپاره ګامونه واخلي، بې ځایه شوو کورنیو ته د سرپنا، خوراک او دوا په رسولو کې هڅې وکړي او نظامي ارګانونه دې هم د خلکو د نجات په برخه کې له شته امکاناتو استفاده وکړي».


















