کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د یمني ځواکونو ویاند جنرال يحيی سريع له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو يې د فلسطيني ملت د مرستې او صهيوني رژيم له لوري ترسره شويو جنايتونو په غبرګون کې يو لړ بریالي عملیات ترسره کړي دي.
خپرپاڼه کې راغلي چې هوايي ځواکونو او توغندي ويشتونکو يې په ګډو عملیاتو کې عدن خليج کې د (MSC UNIFIC)په نامه يوه بيړۍ په نښه کړې ده.
خپرپاڼه زياتوي چې هوايي ځواکونو يې د بې پيلوټه الوتکو په مټ د اشغال شوي فلسطين په ام الراشراش سیمه کې د صهيونيستي رژيم ځينې اهداف په بریاليتوب سره له منځه وړي دي.
د خپرپاڼې په پاې کې يو ځل بيا ټينګار شوی چې ځواکونه به يې د صهيونيستي رژيم له لوري غزه کې د جنايتونو تر بشپړې خاتمې پورې خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.


















