کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې غزې تړانګه کې حماس ځواکونو سره په نښتو کې ۳ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي. د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا سرچینو د مقاومت اړوند “المیادین” خبري آژانس ته ویلي، چې د غزې تړانګې په شمال کې یې د صهیونیستي ريژیم ۱ ټانک په “یاسین ۱۰۵” توغندي ویشتلي، چې په پایله کې یې ۵ تنه اشغالګر پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس بیا خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې تړانګې په بېلا بېلو برخو کې حماس ځواکونو سره نښتو کې ګڼ شمېر اسرئیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د کره شمېرو په هکله یې څه نه دي ویلي.


















