کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)
د “العربیه” تلویزیوني شبکې د خبر له مخې، د عراق په لویدیځ کې د “عین الاسد” په هوايي اډه چې امریکايي ځواکونه په کې ځای پر ځای دي، د بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه شوي دي.
عراق یوې پوځي سرچینې رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې تېره ورځ د عراق په لویدیځ کې د عین الاسد هوايي اډه چې د امریکا او نور ایتلافي ځواکونه پکې مېشت دي د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.د یادونې وړ ده، چې د یادو بریدونو مسؤلیت د عراق اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” وسله والې ډالې منلی دی او ادعا یې کړې، چې امریکایي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


















