د حزب الله توغندیز بريدونه؛ ايلات بندر د ماتېدو په حال کې دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۳ل)

په ۲۴ ساعتونو کې يو ځل بيا د لبنان حزب الله ډلې د اسرائيلو پر بېلابېلو ښارګوټو او د پوځ پر مرکزونو توغنديز بريدونه کړي او اسرائيلي رسنيو د دغو بريدونو له امله د زيان اوښتو خبرونه هم خپاره کړي، خو په اړه يې کره څه نه دي ويل شوي.ورته وخت کې د صهيونيستي رژيم خبري شبکو د ايلات بندر د يو مدير له قوله خبر ورکړی، چې د يمن له لوري توغنديز او ډرون بريدونه د دې لامل شوي، چې دغه بندر د ماتېدو له ګواښ سره مخ کړي.د يمن حوثي وسلوال دغه بريدونه د عراق د مقاومت له ډلې سره يوځاي له غزې د ملاتړ لپاره ترسره کوي او دغو ډلو تازه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په سره بحيره او مديترانې سمندرګي کې يې درې نورې کښتۍ هم په نښه کړي او ويشتلې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button