کابل ټکی کام ۱۱کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د روزګان ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب وایي، د خارخوردې او سراب سیمې چې نه اکمالېدې، نو د ولایتي ادارې په امر یې یادې سیمې پرېښودې.
د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، چې دوی د خارخوردې په نوم سیمه لري، پدې نامه ولسوالي نشته ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د سراب او خارخوردې په نوم مهمې سیمې تېره شپه افغان ځواکونو پرېښودې، او نورو سیمو ته منتقل کړی شول.
ده وویل، په یاده سیمه کې چې شاوخوا شپېته تنو افغان پوځيان او څلوېښت تنو پولیس دېره ول، چې بې له کومې جګړې څخه را ووتل.
نوموړي د افغان ځواکونو بې له کومې جګړې څخه له یادې سیمې څخه د را وتلو لامل دا بیان کړل، تر څو د نورو سیمو د افغان ځواکونو سره یو ځای شي، او له هغوی سره په اغېزمنو سیمو کې اوږه په اوږه ودریږي.
خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي دي، چې د روزګان ولایت د خارخوردې سیمه ولسوالۍ یاده کړې ده، او ویلي یې دي، چې یاده ولسوالۍ د جنګیالیو د سختو بریدونو لاندې وه، چې بلآخره د یو شمېر نقلیه وسایطو په تخریبولو وروسته یې ونیوله.


















