کابل ټکی کام ۱۱کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ملي امنیت شوراء له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې حنیف اتمر نن ترکمنستان ته رسېدلی دی، او هلته به د دغه هېواد له چارواکو سره لیده کاته وکړي.
خبر پاڼې لیکلي دي، چې حنیف اتمر به د ترکمنستان هېواد له دفاع وزیر او له نورو لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته کوي.
خبر پاڼې لیکلي دي، چې هلته به د سیمې د ترهرګرۍ پر ضد د مبارزې، د ټاپې پروژې، د رېل ګاډي پټلۍ او له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا په هکله خبرې هم وکړي.
له ښاغلي اتمر سره په دغه سفر کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد شاکر کاګر سره ملګرتیا کړې ده.


















