کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۳ل)
د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه و عروس بند چارې بشپړېدو ته نږدې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بند د کابل د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پیاوړتیا او د سېلابونو کنټرول کې مهم رول لري. ددې وزارت د مالوماتو له مخې د دې بند په بشپړېدو سره به نه یوازې دا چې هر کال ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبه مدیریت شي؛ بلکې د کابل ښاریانو ته ۵ میلیونه متر مکعب د څښاک اوبه هم برابروي. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو لمخي د دې ترڅنګ دا بند د ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت هم لري.