کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۷ لړم، ۱۴۰۳ل)
د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ولسمشریزو ټانونو نوماندې کامالا هریس د دې هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپله ماتې ومنله او ژمنه یې وکړه، چې واک به په سولهییزه بڼه ورولېږدول شي.
هغې د واشنګټن ډي سي په هاوارډ پوهنتون کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال ډاډ ورکړ، چې مه ناهیلي کیږئ او د ازادۍ لپاره مبارزه روانه وساتئ.