دوشنبه, فبروري 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

له ټاکنو وروسته د امريکا بهرنۍ تګلاره څنګه ښکاري؟

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 7, 2024
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
26
ځلې شریک شوی
329
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

د امريکا د ۲۰۲۴ م کال ولسمشريزې ټاکنې،چې د ددوو سرسختو سيالانو د جمهوري غوښتونکو ګوند د نوماند ډونالډ ټرمپ او د ډيموکراټ ګونډ نوماندې کاملا هرېس تر منځ تر سره شوې، د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د امریکا د ولسمشرۍ د نوماندانو شعارونه تر ډېره د روسیې او اوکراین، د اسرائیلو او غزې ترمنځ جګړې او له افغانستانه د امریکا د وتلو په څېر موضوعاتو متمرکز وو. خو وبه ليدل شي، چې د ټاکنو پايلې به د نړۍ پر اوسني وضعيت په ځانګړې توګه د منځني ختيځ پر کړکېچ، د روسيې او اوکراين تر منځ جګړه، په سيمه کې د چين ډېرېدونکی نفوس او د افغانستان پر اوسني وضعيت کومه بنسټيزه اغېزه ولري، په دې اړه ټرمپ او هرېس په نړۍ کې د امريکا د رول په اړه خپل بېلا بېل نظرونه ښودلي، نو له ټاکنو وروسته د امريکا بهرنۍ سياست څه ډول وي، د اکتوبر پر ۷مه د حماس له بريدونو راهيسې کاملا هرېس تر ډېره بريده د بايډن د ادارې دريځ تآييد کړی، داسې چې اسرائيل د خپل ځان د دفاع حق لري، خو په سيمه کې له شريکانو سره د اوربند راتلو لپاره کار کوي، د اسرائيلو پر بشپړ ملاتړ سربېره هرېس غزه کې د ملکي وګړو د ساتنې اړتيا په اړه د بايډن پرتله ډېره صريحه ده، په تېر جولای کې واشنګټن ته د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو د سفر پر مهال هرېس کانګرېس ته د هغه له امله ګډون نه و کړی او وروسته په يوه خصوصي غونډه کې نوموړې سختې خبرې وکړې او ويې ويل چې غزه کې به جګړه پای ته ورسېږي، غزه کې د جګړې له پيلېدو وروسته امريکا کې د اسرائيلو په اړه د بايډن د تګلارو پر ضد پراخ لاريونونه وشول، لکه څنګه چې يو شمېر لاريونوالو غوښتنه کوله چې هرېس د اسرائیلو د وسلو د بنديز ملاتړ نه دی کړی، خو ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو ملاتړ لومړيتوب ښودلی او له تل ابيب نه بيت المقدس ته د امريکا د سفارت د لېږدولو پرېکړه او د ابراهم هوکړه يادوي، چې د اسرائیلو او ځينو عربي هېوادونو تر منځ يې اړيکې عادي کړې دي، د ټرمپ دويمه دوره د پخوا په څېر تګلارو د دوام ورکولو په معنی کېدای شي، ټرمپ په خپل ټاکنيز کمپاين کې وويل، چې د اسرائيلو د حق ملاتړ به وکړم، چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه وګټي او دوی بايد د جګړې ګټلو حق ولري، په هر حال په تېرو درېوو کلونو کې چې روسيې پر اوکراين يرغل کړی امريکا په مستقيم ډول له کيف سره څه باندې ۹۰ ميليارډه ډالره مرسته کړې ده، ډونالډ ټرمپ ادعا کوي، چې يوازې په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراين جګړه ختمولای شي، خو د دې کار پر څرنګوالي يې ښکاره جزئيات ورنه کړل، په نوماندۍ کې د هغه ملګري استدلال کړی، چې امريکا د جګړې پر هڅو خورا ډېر لګښت کوي، هغه پر دې باور دی، چې اوکراين به له روسيې سره د سولې پر خبرو تمرکز وکړي او دا ومني چې د ټولې خاورې بېرته نيول ممکن نه دي، دغه راز ټرمپ هم پر ناټو نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې امريکا ښايي د هغو متحدينو دفاع ونه کړي، چې په دفاع کې کافي لګښت نه کوي، بله خوا کاملا هرېس د بايډن چلند ته د دوام ورکولو ژمنه کړې، نوموړې ناټو د نړۍ له ټولو ستره پوځي ټلواله بللې او پر روسيې د بنديزونو د فشار تر څنګ له اوکراين سره پوځي، اقتصادي او سياسي مرستې کوي، په دې وروستيو کې هغې پر ټرمپ نيوکه وکړه، چې دوی د اوکراين مسئلې په اړه د سولې وړانديز نه کوي، بلکې دا د تسليمۍ وړانديز دی، د چين د مسئلې په اړه بيا د دواړو ګوندونو تر منځ ځينې مشابه ټکي تر سترګو شول، دواړه خواوې په زياتېدونکي توګه چين ته د يو مهم ستراتېژيک سيال په توګه ګوري،ځکه چين د امريکا ګټو ته يو احتمالي ګواښ دی او امريکا په ټوله نړۍ کې د چين د نفوس په اړه اندېښمنه ده، خو ټرمپ ښايي د چين پر وړاندې سخت دريځ غوره کړي او په راتلونکې کې له چين سره په مستقيمه توګه سوداګريزه جګړه پيل کړي.
له پورتنيو مواردو داسې ښکاري،چې د ټرمپ په بریالي‌کېدو سره له اسرائیلو څخه د ډونالډ ټرمپ د ملاتړ له امله غزه کې جګړه لا زور واخلي، پر فلسطيني وګړو به ظلم او زورياتی دوه برابره ډېر شي، ځکه د اسرائيلو پلازمېنه اورشلم همدې ټرمپ جوړه کړه،خو د روسيې په اړه د نوموړي د نرم دریځ له امله به د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرو ته زمینه برابره شي.
که ټرمپ يو ځل بيا واک ته ورسېږي،ښايي یوه اندازه اقتصادي فشارونه پر افغانستان راولي، يعنې هغه پیسې،چې د ملګرو ملتونو له لوري افغانستان ته راځي، امریکا يې بندې کړي، خو اصلي خبره زموږ ده، چې په راتلونکې کې د امريکا هر ولسمشر بايد د افغانستان په اړه رښتينی نظر ښکاره کړي، ځکه اسلامي امارت د امريکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، له همدې امله افغان ولس ته دا ډېره مهمه مسئله ده، چې امريکا کې هر څوک واک ته رسېږي، د افغانستان پر وړاندې بايد رښتینی سیاست ولوبوي او د تېر په څېر د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره په يوه او بله بهانه افغانان تر خوږ ګوتو ونه نيسي او خپل شوم اهداف د فشار آلې په کارولو سره لاس ته رانه وړي!

لوی ټکي: له،ټاکنو،وروسته،امریکا،
مخکینې مطلب

د عراق اسلامي مقاومت ځواکونو د اسرائیلو “حیفا” بندري ښار کې مهم اهداف په نښه کړي

بل مطلب

شاه و عروس بند ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي

ځانګړي مطالب

افغانستان

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
افغانستان

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
خبرونه

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
افغانستان

د جمعي امنیت تړون سازمان لخوا له افغانستان څخه د امنیتي اندېښنو ادعا؛ ذبیح الله مجاهد د تعامل او همکارۍ پر زیاتېدو ټینګار کړی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
خبرونه

ابوعبیده: مقاومت طوفان الأقصی جګړه کې تاریخي استقامت ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026

وروستي

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 15, 2026
0

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 15, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 14, 2026
0

د افغان او داغستاني سوداګرو ترمنځ د ۱.۵ میلیونه ډالرو سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نشرونکی: ح جلال
فبروري 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

اسلامي امارت: د شوروي لښکرو د ماتې ورځ د افغان ملت تاریخ کې ویاړمنه ورځ ده

د روسیې دفاع وزارت وايي، تېره شپه يې د اوکراين ۶۸ بې‌پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

اسعد الشيباني: د داعش پر ضد جګړه او مبارزه د دمشق او بغداد ګډ مسؤلیت دی

نن د سلواغې ۲۶؛ له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده

اسراییلي اشغالګرو د لبنان په جنوب کې پر څو هدفونو هوايي بریدونه کړي

د معیار او کیفیت اداره: د حیرتان بندر له لارې ۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ بېرته وګرځول شول

ذبيح الله مجاهد: د بندیزونو تمديد تکراري او ناکامه تجربه ده

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ټرمپ: عربي هېوادونه دې له اسرائیلو سره خپلې اړېکې ښکاره کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com