کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” لېوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې په یوه بمي برید کې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یاد غورځنګ د اعلامیې له مخې د دې برید په پایله کې یې پنځه پوځیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مصر په پلازمېنه قاهره او د قطر په پلازمینه دوحه کې د حماس اسلامي غورځنګ، اسلامي جهاد او ځینو نورو فلسطیني مقاومتي ډلو او اسرائیلي ترهګر ريژیم د استازو ترمنځ د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب د سولې یوه ممکنه تړون ته د رسېدو په اړه خبرې اترې روانې دي؛ خو امریکا وایي چې حماس غورځنګ داسې شرطونه وړاندې کړې، چې ښایي د خبرو روانه پروسه ناکامه شي. د کتونکو په باور حماس غورځنګ او نورې فلسطیني ډلې په خپلو شرایطو کې لومړی د غزې تړانګې له ټولو سیمو د اسرائیلي پوځ د وتلو غوښتونکې دي.


















