سه شنبه, اپریل 28, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

لوږه او جګړه

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جنوري 7, 2025
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
17
ځلې شریک شوی
213
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

ولسمشر پوتین د ایراني ولس زړورتیا د ستاینې وړ ده

ليکنه: حميدالله بسيا
لوږه، فساد، جنگونه او په نړۍ کې اقليمي تغییرات لامل شوي دي چې په نړۍ کې ډېر خلک د لوږې له بحران او مړينې سره مخ شي. همدا اوس د نړۍ د نفوس ۱۱ فيصده د لوږې سره مخامخ دي او هره شپه له اته سوه ميليونه ډېر کسان وږي ويده کېږي او د (ايف اي او) سازمان د شمېرو له مخې که چېرته امريکا متحده ايالات د خپلې نظامي کلنۍ بوديجې يوازې دوه فيصده هم مصرف کړي په نړۍ کې روانه د سوء تغذيې ستونزه چې هرکال ۱۷ ميليونه ماشومان په نړۍ کې سوء تغذيې نړۍ ته راځي تر ډېره حل کېږي او د ميليونونو ماشومانو ژوند ژغورلی کېدلای شي. خو دا چې هېوادونه د خپلو ګټو په فکر کې دي او د وژونکو وسلو به جوړولو او پلورلو کې یې سترې ګټې نغښتې دي هيڅکله د انسان ژغورنې په برخه کې دومره قرباني نشي ورکولای او يوازې د جګړې د تودولو هڅې کوي او د همدې تودو جګړو څخه د ځان لپاره ګټه کوي.
څکه که له بلې خوا وګورو که چېرته انسانان په نس ماړه وي هغوی جګړو ته نه ځي، هغوی جګړو ته څوک د اجيرو عسکرو په توګه نشي نيولی او هغوی نه غواړي چې ځان د يو څو پيسو لپاره د مرګ خولې ته ورکړي او يا هم د ټپي کېدلو له امله خپل ټول عمر په نيم ژواندي حالت کې تېر کړي.
د نړۍ په سراسر کې د روانو جګړو لپاره په شکل د اشکالو له فقيرو او بيوزلو کسانو څخه استفاده کېږي او د جګړو لمبو د تودو ساتلو لپاره کرايه کېږي او هغوی هم د خپلې کورنۍ د ژوند او ښه راتلونکي او د ځان د بسياينې او ښه راتلونکي لپاره او د اقتصادي بحران څخه د راوتلو لپاره جګړو ته د مجبورې ورځې او يا هم (براين واش) او يا نورو… له لارې لېږل کېږي . ان د اوکراين په جګړې کې هم دهمدې شاته پاتې هېوادونو له وګړو استفاده کېږي ځکه چې د جګړې په اوږدېدلو کې زبرځواکو هېوادونو اقتصادي ګټې نغښتې دي، د نړۍ په سراسر کې د وسلوپلورولو بازار ګرم دی ، په ميلياردونو ډالرو وسلې هره مياشت استعمالېږي او په استعمال سره یې تقاضا ډېرېږي او په همدې سره د هېوادونو او نظامي کمپينو اقتصاد پراخېږي او لوړېږي، په هېوادونو کې د تبليغاتي دستګاوو لخوا ويره خپرېږي خصوصا په سکنډنياوي هېوادونو کې چې نورې وسلې له امريکا او د نړۍ له نورو هېوادونو وپېري ترڅو د راتلونکي له وېرې ځان وساتي او دا ټولې وېرې جعلي دي او يوازې ددې لپاره دي چې د وسلو لپاره بازارونه پيدا کړي ، او د جګړې د اوږدلو او پرمخ بيولو لپاره د بشري ځواک په توګه نادانه او فقير خلکو ته هم اړتيا ده چې د څو پيسو په مقابل کې یې اجير کړې او د جګړې لمبې پرې تودې وساتې او د اوکراين په جګړه کې له همدې طریقې څخه کار اخيستل کېږي
د منځني ختیځ او مرکزي اسیا اوسیدونکي په زیاتیدونکي ډول د اوکراین د جګړې لپاره د پيسو په مقابل کې کرایه کیږي. د منځنۍ اسيايي جمهوريتونو ځوانان چې د اوکرآین په جګړه کې ښکېل دي د اوکرايني قوماندانانو د تېروتنو له امله په جګړو کې مري. په لسګونو د ورته قضيو راپورنه ورکړل شوي چې څه ډول استخدامېږي. ان اروپايي هېوادونه په دې برخه کې ځانګړي پروګرامونه لري د مثال په توګه په اسپانيا کې د G.O.A. Tactical په نامه شرکت چې خلک د اوکراين جګړې ته په کرايه نيسي او د مياشتې تر ۳۲۰۰ يورو معاش ورکوي او تاسې کولای شئ چې په ګوګل کې یې سرچ کړئ او په اړه یې معلومات تر لاسه کړئ. نو دا ټول هغه شواهد دي چې په جګړو کې او په ځانګړي ډول د اوکراين په جګړه کې د امريکا او برتانيا او نورو هېوادونو ګټې نغښتې دي او ترهغو به يې اوږدوي ترڅو یې چې ګټه وي او چې ګټې يې ختمې شي لکه افغانستان په نيمايي کې به په توره شپه کې ترې وځي او هرڅه به پرخپل ځاي پرېږدي.
فرانسیسکو گالوان Francisco Galván چې د G.O.A. Tactical کمپنۍ مشر دی وايي چې موږ د اوکراين لپاره مزدور جنګيالي پيدا کوو، روزنه ورکوو او چې په روزنه کې بريالي شي د جګړې ميدانونو ته یې لېږو او پيسې ورکوو چې يوه اندازه پيسې د اوکراين د دفاع وزارت او يوه اندازه نور ورته د لويديځ هېوادونو لخوا ورکول کېږي. نوموړی وايي چې موږ او زموږ په شان نورې دا ډول کمپنۍ په نړۍ کې نورو هېوادونو د دفاع وزارتونو ته ځوان جنګيالي کرايه کوو او د پيسو په مقابل کې یې د جګړې ميدانونو ته لېږو.
د منځنۍ اسيا د قرغزستان د اوش ښار يوې جوړې په دې ورځو کې په رسنيو کې غوغا جوړه کړې ده وايي: چې زوی یې په مني د وټس اپ له لارې زنګ وواهه او ویې ویل چې ښه دنده موندلې ده. ، دا معلومه شوه چې هغه په اوکراین کې و، د اوکراین د وسله والو ځواکونو سره یې یو تړون لاسلیک کړی وو، تر څو له هغو سره په نظامي برخه کې کار وکړي پلار یې چې د اوش په يوه لرې پرته سيمه کې اوسي وايي: زما مېرمن او زه اندیښمن وو، مګر هغه ژمنه وکړه چې موږ ته به پیسې راولیږي. هغه وویل چې محفوظ دی او د توپخانې په برخه کې کار کوي چې تل د جګړې په دوهمه کرښه کې وي او دوی لومړۍ لیکې ته نه لیږل کیږي. مور او پلار یې وايي چې موږ یوازې دوه ځله پیسې ترلاسه کړې، او بیا زما زوی وویل چې دوی ته نور معاش نه ورکول کیږي – قوماندانانو هرڅه اخيستي. زوی یې لوړپوړي قومندان ته شکایت وکړ او درې ورځې وروسته له تماس څخه ورک شو. دوه میاشتې تیرې شوې، مګر موږ لا هم د هغه د برخلیک په اړه څه نه پوهیږو. همکاران او ملګري یې وايي چې وروستی ځل چې دوی هغه د کورخوو په سیمه کې لیدلی و، هغه نور توپچي نه و، هغه د الوتکو د برید لپاره ګومارل شوی و. معلومات دا وو چې د دوی پوستې د الوتکو لخوا بمبار شوې وې. مور او پلار یې وايي موږ حتی نه پوهیږو چې د خپل زوی جسد چیرته او څنګه ومومو.
هماغه پولنډیان، جرمنيان یا کاناډایان ښايي په جګړه کې له ګډون څخه ډډه وکړي ځکه دوی مرفع ژوند لري او د ژوند ستونزې یې حل دي او همدارنګه هیڅ شی هم له لاسه نه ورکوي. اوکرایني سرتیري لومړۍ لیکې ته لیږل کیږي، دوی هم په اسانه کور ته ستنېدی شي . خو خارجي سرتېري د تیښتې او سرپناه لپاره هیڅ ځای نلري، هیڅوک نشته چې د دوی لپاره ودریږي. قوماندانان یې دوی د دوهمې درجې اتباع ګڼي، پیسې او اسناد ترې اخلي او که راضي نه وي، تر ټولو خطرناکو سیمو ته یې لېږدوي.
د (ډي ډبليو) جرمني رسنۍ د خبر له مخې په وروستیو میاشتو کې د اوکراین پوځ روحيه کمزورې شوې ده او همدارنګه ورته درانه زیانونه هم اوښتي او سیمې یې له لاسه ورکړي دي. سرتېري فکر کوي چې په يوه بې پايانه جګړه کې راښکېل شوي دي چې که همداسې روانه وي بې له وژنې او ورانۍ بله پايله نه لري. نو دا چې په کور دننه د بشري ځواک له کمبود سره مخ دی ،د استخدام مرکزونو ته چې په دوبي او نور منځني ختیځ او يا اروپا کې دي خپل پام اړولی دی . ځوانانو ته د ښو شرایطو او ښو معاشونو وعدې ورکول کیږي.
نو لنډه دا چې وژنې، قتل وراني او ويجاړي تل د بې وزلو، او غربت ځپلو په نصيب وي ولو که د نړۍ په هره برخه کې وي ځکه دوی د خوراک او ژوندي پاتې کېدو او خپلو ماشومانو د لوږې د اور د مړ کولو لپاره پيسو او کار ته اړتيا لري او نظامي برخو کې کار په کم وخت کې ډېر مالي عايد ترلاسه کول دي خو که ژوندی او روغ پاتې شو او که ووژل شو هرڅه لاړل.

لوی ټکي: لوږه،جګړه،حمدالله،بسیا،
مخکینې مطلب

غزه؛ د حماس ځواکونو برید کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بل مطلب

يمني ځواکونو پر امریکايي او اسرائيلي اهدافو بریدونه کړي

ځانګړي مطالب

خبرونه

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
خبرونه

ولسمشر پوتین د ایراني ولس زړورتیا د ستاینې وړ ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
خبرونه

د مالي جګړه؛ درې میاشتو لپاره حکومتي چارې پوځ ته سپارل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
خبرونه

سوډان؛ د الوتکې لوېدو پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026

وروستي

ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

کورنيو چارو وزير په کابل کې د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

فاریاب کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

ملي دفاع وزارت: له پاکستانه راوړل شوې ۵۸ قبضې تفنګچې او مهمات ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

ولسمشر پوتین د ایراني ولس زړورتیا د ستاینې وړ ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 28, 2026
0

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته راغلی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

امو دریا نفتي حوزه کې پنځه نوې څاه‌ګانې فعالې شوې هره ورځ به ۵۰۰ متر مکعب تېل استخراجېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اکسيوس: د ایران جګړې پر مهال اسرائیلو په لومړي ځل د اماراتو د دفاع لپاره پوځيان او د اوسپنې ګنبد سیستم استولی و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملا امير خان متقي او کابلوف د افغانستان او روسیې پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې کړي

کورنيو چارو وزير په کابل کې د ایران له سفیر سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړي

فاریاب کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پیل شوې

نیویارک ټایمز: ټرمپ د ایران له وروستي وړاندیز ناخوښ دی

امریکا: له ایران سره د توافق لوی خنډ د مذهبي مشرانو رول دی

ملي دفاع وزارت: له پاکستانه راوړل شوې ۵۸ قبضې تفنګچې او مهمات ونیول شول

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

ولسمشر پوتین د ایراني ولس زړورتیا د ستاینې وړ ده

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته راغلی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com