د حماس او اسرائیلو اوربند؛ نن دویمه ډله بندیان تبادله کېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د حماس او اسراییلو ترمنځ به نن (شنبه د سلواغې ۶مه) خپل دویمه ډله بندیان او یرغمل شوي تبادله کړي.

د دې تبادلې په ترڅ کې به د اسرائیلي پوځ څلور ښځینه سرتېرې او ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشې شي.

د یادونې وړ ده، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د بندیانو په لومړۍ تبادله کې درې اسراییلي وګړي د ۹۰ فلسطینيانو په بدل کې خوشې شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button