کابل ټکی کام (شنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې لوړ پوړي قوماندان “عزالدین الحداد” الجزیرې نړیوالې تلویزیوني شبکې سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له اووم اکتوبر وړاندې صهيونيستي اشغالګرو پر غزې د ستر هوايي بريد پلان درلود.
نوموړي زیاته کړې:د دښمن پلان دا وو چې یو ناڅاپي هوايي برید وکړي چې په کې د مقاومت ټولې ډلې په نښه کړي او وروسته یو لوی او ویجاړونکی ځمکنی برید ترسره کړي.
د حماس دغه لوړ پوړی پوځي چارواکی وایي: موږ داسې مالومات ترلاسه کړل، چې د اکتوبر له ۷ مې څخه څو ورځې وړاندې د غزې په تړانګه کې د ویجاړونکی جګړې لپاره د دښمن پلانونه او وخت په ډاګه شو.
عزالدین الحداد دغه راز ویلي، چې صهیونیستي ريژیم ورته له اقصی او لویدیځې غاړې څخه د جلا کېدو په بدل کې د مالي اسانتیاوو وړاندیز هم کړی و؛ خو موږ وړاندیز رد کړ او د مقاومت او جهاد لاره مو انتخاب کړه.


















