عربي هېوادونو یوځل بیا له غزې د فلسطینیانو د وتلو په تړاو د ولسمشر ټرمپ وړاندیز رد کړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۳ل)

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوځل بیا له خپلو سیمو د فلسطینیانو د بې ځایه کولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ټرمپ له وړاندیز سره مخالفت ښودلی دی.

د قطر، مصر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن او فلسطین په ګډون د عربي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دغه راز ګام به سیمه کې بې ثباتي رامنځته کړي او جګړې ته به لار هواره کړي.

د ویلو ده، چې تر دې وړاندې ولسمشر ټرمپ غزه “ویجاړه سیمه” یاده کړې وه او له اردن او مصر یې غوښتي و چې د غزې اوسېدونکو ته ځای ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button