کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د اسرائيلو اشغالګر پوځ اعلان کړی، چې د دوي پر ځواکونو د سوريې د اشغال شوي ګولان په قنيطره سيمه کې وسلوال بريد شوي. دا د سوريې په خاوره کې د اسرائيلو د يرغل له پيل او د بفر زون له نيولو د بشارالاسد رژيم له نسکورېدو وروسته لومړی ځل دي چې پر اسرائيلي صهيونيستي پوځ وسلوال بريد ترسره کېږي. د اسرائيلي اشغالګر رژيم پوځ زياتوي چې بريد پرون ماښام، د تېري جمعې په ورځ ترسره شوی، خو ادعا کوي چې سرتېرو ته يې کوم زيان نه دي رسېدلي او هم يې بريد په شا تمبولي.ياد پوځ وايي ،چې په سيمه کې د اسرائيلو د پوځ او د اسرائيلو د اتباعو پر وړاندې د ګواښونو د لرې کولو لپاره به کار وکړي. همداراز، د اسرائيلو د پوځ راډيو دا پېښه غير معمولي وبلله او يادونه يې وکړه چې دا لومړي ځل و چې اسرائيلي ځواکونه د ګولان لوړو او د سوريې په سويلي سيمو کې د دوي د يرغل له پيل راهيسې د ډزو هدف ګرځېدلي دي. سوريې کې د بشار الاسد رژيم له ړنګېدو وروسته اسرائيلي پوځ له وضعيت څخه په استفادې ځيني سوريايي سيمې لاندې کړې چې په سوريه کې نوي حکومت ترې غوښتنه کړې چې دا سيمې بېرته پرېږدي او ويلي يې دي چې په سوريې کې د اسرائيلو شتون او بريدونه ورته د منلو نه دي.