کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا د پخواني مشر شهید محمد الضیف میرمنې الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې د الضیف د شخصي ژوند په اړه څرګندونې کړي دي. د شهید الضیف میرمنه وایي، خاوند یې دومره پیسې نه لرلې چې تر واده وروسته پرې کور واخلي.
د محمد الضیف میرمنه وایي شیخ احمد یاسین مې خاوند ته پیسې ورکړلې چې واده پرې وکړي؛خو هغه پرې د قسام غزیانو ته وسلې واخیستې.
د محمد الضیف میرمنه دغه راز زیاتوي، کله مو چې واده وکړ،کور مو نه درلوده،له خپل خاوند سره مې د غزې په مختلفو سیمو کې شپې وکړلې. واده کې مو یوازې یو کوچنی پسه حلال شوی وو، د قسام لوړ رتبه پوځي جنرال دومره پیسې نه لرلې چې حد اقل خپل واده ته پرې لوی حیوان واخلي.
په ټول کور کې مو څلور پلاستیکي سطرنجۍ لرلې؛شهید صلاح شهاده راته د واده پر مهال یوه داسې کوټه راکړه چې مخکې یې یو بل ځوان ته هم د واده لپاره ورکړې وه.