کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې د پارلمان رئیس نومان کورتولموش د منځني ختيځ لپاره د امریکا پر پالیسۍ په ځانګړې توګه د غزې په تړاو د ټرمپ پر وروستي پلان سخت انتقاد کړی او امریکایانو ته په اشارې یې ویلي، هغه کسان چې په ویتنام، افغانستان او عراق کې ناکامه شوي، حق نه لري چې منځنی ختیځ بلې فاجعې ته داخل کړي.
کورتولموش زیاته کړې، چې ترکیه د سولې د حل لارې ملاتړ کوي؛ خو د ناعادلانه پالیسو په وړاندې به خپل غبرګونونه جاري وساتي.
هغه د امریکا له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې خپل دریځ بیا وڅېړي.