اسلامي جهاد: د صهیونیستي ريژیم زندانونو کې بندیانو سره ناوړه چلند کېږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸، سلواغه، ۱۴۰۳ل)

‏د فلسطین د اسلامي جهاد مقاومتي غورځنګ د پوځي څانګې “سرایا القدس” ویاند ابو حمزه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د صهیونیستي ريژیم زندانونو کې بندیانو سره ناوړه چلند کېږي.

نوموړي د اسرائیلو له لوري له فلسطیني اسیرانو سره د وحشیانه چلند په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دوی چلند له اسرائیلي اسیرانو سره د فلسطینیانو له چلند سره څرګند توپیر لري.

ابو حمزه د بشري حقونو په نړیوالو سازمانو غږ کړی، چې له فلسطیني بندیانو سره دې د صهیونیستي ريژیم د ناوړه چلند مخنیوی وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button