ذبیح الله مجاهد: د اوسپني پټلۍ به افغانستان نړۍ سره وصل کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۳ل)
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد د کندهار – هرات اوسپنیزې کرښې د تفصیلي ډیزاین چارو د پیل مراسمو په مهال ویلي، دغه پروژه له تجارتي او ټرانزیټي پلوه یو مهم اقتصادي ګام دی چې په
مټ یې کولای شو نړۍ سره وصل شو. نوموړي ویلي، د اوسپنې پټلۍ دغه جریان چې د ایران لخوا د خواف له لارې هرات ته او له هرات څخه د کندهار – سپین بولدک په لوري غځېږي د جوړېدو هڅې یې روانې دي.
ښاغلي مجاهد د خپلو خبرو پر دوام ویلي،چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه چې ډېری انتقالات د اوسپنې پټلۍ.
له لارې ترسره کوي د دغې کرښې له وصلېدو سره به موږ ته اقتصادي او ترانزیټي فرصت په لاس راشي.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي، تر دې وړاندې چې هېواد کې جګړې وې او د ابادۍ لپاره فرصت نه وه، له امله یې د اوسپنې کرښه پرې وه چې دمګړۍ یې د جوړېدو په برخه کې اسلامي امارت کوټلي ګامونه اوچت کړي.
د یادونې ده، چې مسؤلین وايي د دې اوسپنیزې کرښې پروژه ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران د کراچۍ له بندر سره وصلوي، چې د دغې پرې شوې کرښې په وصلېدو سره به د افغانستان لپاره بل ترانزیټي فرصت په لاس راشي، چې په مټ به یې د توکو بیو کې کموالی راشي.



