ریحان وردګ
د ٢٠٢١م کال د اګېسټ میاشتې په ۱۵مه واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته د تېر پرځېدلي جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت کرایي پیلوټانو ګڼ شمېر الوتکې او هيلیکوپټرې چې د افغانستان ملي شتمني ګڼل کیږي ازبکستان او تاجکستان هیوادونو ته وتښتولې.
د یادو الوتکو له جملې څخه یې یوازې ۴۶ ازبکستان او یو شمېر نورې یې تاجکستان ته انتقال شوې دي چې د څه کم څلور کلونو په تېرېدو لا هم په دې دواړو ګاونډیو هېوادونو کې پاتې دي.
سرپرست حکومت بار بار د دې الوتکو په تړاو له تاجکستان او ازبکستان څخه غوښتنې تر سره کړې دي تر څو یادې الوتکې بېرته ور وسپاري.
د ۲۰۲۲م کال جنوري میاشت کې د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد پر ازبکستان او تاجکستان غږ وکړ چې هلته ور وړل شوې الوتکې دې دوی ته وسپاري او په دې تړاو دې د اسلامي امارت حوصله نه ازمویي.
خو له دې سره سره بیا هم داسې خبرونه خپاره شول چې د یادو الوتکو په تړاو د امریکا او ازبکستان تر منځ خبرې روانې دي.
دغه راز څه موده وړاندې په ازبکستان کې د متحدوایالتونو سفیر جاناتن هنیک ازبک کان خبري اژانس ته د خبرو پر مهال تایید کړه چې متحده ایالتونه او ازبکستان د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواک د جنګي جېټ الوتکو او پوځي څرخکو د وضعیت په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
تېره هفته د ازبکستان ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړل چې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري دولت اووه بلک هاک هیلکوپتر الوتکې امریکا ته انتقال شوې دي.
دغه راز د (کان اوز) په نوم انلاین رسنۍ راپور ورکړ چې د امریکا دفاع وزارت دا هیلکوپتر خپل هیواد ته وړې دي او د پاتې نورو د برخلیک په تړاو څرګنده نه ده چې څه باید وشي.
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د یادو خپرو شوو راپورنو د ورکړې په تړاو اندېښنه ښودلې.
د ملي دفاع وزارت د خبر له مخې یادې الوتکې د افغانستان ملکیت دی چې د افغانستان د تیرې ادارې لخوا ازبکستان ته د تیښتې په مهال انتقال شوي دي او باید بیرته افغانستان ته را انتقال کړل شي.
د وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي چې تښتول شوې الوتکې د هر دلیل له مخې امریکا ته انتقالیږي، افغان حکومت ته د منلو وړ نه دي.
دغه راز له هسمایه هیوادونه هم غوښتل شوي ترڅو د افغانانو حق ته درناوی وکړي او
له امریکا څخه هم غوښتنه تر سره شوې چې له افغانستان څخه د ویستل شوو ټولو الوتکو د را انتقالیدو په لاره کې خنډونه وانچوي؛ بلکه بیرته یې افغانانوته وسپاري.
شنونکي باور لري چې دا الوتکې د افغانستان ملي شتمني ده او باید بېرته افغانستان ته ور وسپارل شي ځکه چې دا د افغان مالیې ورکوونکو له پیسو اخیستل شوې وې، نه د امریکا یا کوم بل هېواد شخصي ملکیت.
د حقوقي اړخ له مخې هم دا الوتکې د افغانستان د ملي پوځ یادول شو چې د نړیوالو معیارونو له مخې باید بېرته اصلي مالک ته وسپارل شي. امریکا یا ازبکستان یې د استفادې او مصادرې قانوني صلاحیت نه لري.
که امریکا او ازبکستان دا پلمه لري چې طالبان د مخکیني حکومت ځایناستي نه دي، نو ځکه دوی دا الوتکې نه تسلیموي. دا دلیل د نړیوالو قوانینو له مخې کمزوری ښکاري، ځکه چې الوتکې د افغانستان ملکیت دی، نه د یو ځانګړي حکومت.
که تخنیکي دلایل، نړیوال قوانین او د شتمنیو مالکیت ته وګورو، دا الوتکې باید بېرته افغانستان ته انتقال شوې وای، او هېڅوک یې د ضبط یا غلا حق نه لري. که اسلامي امارت نړیوالې محکمې ته عارض شي، شاید دا قضیه حقوقي بڼه خپله کړي، خو دا چې نړیوال سیاست زیاتره وخت د حقوقو پر ځای د ځواک پر بنسټ مخته ځي، نو عملي حل یې ستونزمن ښکاري.
















